26. الشعراء
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1طا، سين، ميم
2دا د واضح كتاب ایتونه دي
3ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه
4كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي
5او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي
6نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
7ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي
8بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي
9او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
10او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي
11چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)
12(موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي
13او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه
14او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي
15(الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو
16نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو
17په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه
18(فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو
19او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې
20(موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم
21نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم
22او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو
23فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟
24هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ
25هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟
26(موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى
27(فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى
28(موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ
29(فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې
30(موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم
31(فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې
32نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار
33او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و
34فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى
35دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟
36هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه
37چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي
38نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول
39او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟
40كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي
41نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟
42ويې ويل: هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ
43دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ
44نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل: د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو
45نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو
46نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو
47ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ
48چې د موسٰى او هارون رب دى
49(فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم
50هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو
51بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو
52او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي
53نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل
54(او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده
55او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي
56او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو
57نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل
58او له خزانو او ښو ځایونو نه
59همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول
60نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو
61نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو
62(موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي
63نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله
64او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل
65اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو؛ ټولو ته نجات وركړ
66بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل
67بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو
68او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
69او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله
70كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ
71هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو
72هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟
73یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟
74هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول
75هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
76تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه
77پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه
78هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي
79او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي
80او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي
81او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي
82او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي
83اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه
84او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه
85او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه
86او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و
87او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي
88په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن
89مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى
90او جنت به (په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي
91او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي
92او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه
93له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟
94نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم
95او د ابلیس لښكرې، دوى ټول
96دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي
97قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو
98كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ
99او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو)
100نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته
101او نه كوم مخلص دوست
102نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه
103بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو
104او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
105د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ
106كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ
107بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
108نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
109او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې
110نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
111هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده
112(نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي
113نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ
114او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم
115زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى
116دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې
117هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ
118نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي
119نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو
120بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل
121بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده۔ او د دوى زیاتره مومنان نه وو
122او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
123عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ
124كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ
125بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
126نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
127او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
128ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ
129او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ
130او كله چې تاسو نیول كوئ (، نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ
131نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ
132او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ
133هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره
134او باغونو او چینو سره
135بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم
136هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه
137نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو
138او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو
139نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو
140او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
141ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ
142كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ
143بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
144نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
145او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
146ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره
147په باغونو او چینو كې
148او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي
149او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ
150نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ
151او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ
152هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي
153هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې
154ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې
155او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى
156او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي
157نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول
158نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو
159او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
160د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ
161كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ
162بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
163نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
164او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
165ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ
166او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ
167دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې
168هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم
169اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي
170نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ
171غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
172بیا مونږ هغه نور هلاك كړل
173او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو)
174بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
175او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
176د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ
177كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ
178بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
179نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
180او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
181تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ
182او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ
183او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ
184او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي
185هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې
186او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو
187نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې
188هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
189نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و
190بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
191او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
192او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى
193دا جبریل امین راكوز كړى دى
194ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې
195په ښكاره عربي ژبه كې
196او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى
197ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟
198او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى
199بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو
200همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى
201دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني
202نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي
203بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟
204ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي
205نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو
206بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه
207(نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه
208او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو
209د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو
210او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى
211او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري
212بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي
213نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه
214او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه
215او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي
216نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
217او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې
218هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته)
219او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني)
220بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
221ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟
222دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي
223دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي
224او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي
225ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي
226او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي
227غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath