اسلام
شاته

21. الانبیاء

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1خلقو ته د هغوى (د) حساب (وخت) ډېر نژدې شو، حال دا چې دوى په غفلت كې دي، مخ ګرځوونكي دي

2دوى ته د خپل رب له جانبه هېڅ نوى نصیحت نه راځي مګر دوى هغه اوري، په داسې حال كې چې دوى لوبې (مسخرې پرې) كوي

3په دې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) نه دى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، ایا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ

4(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

5بلكې دوى وايي: (دا قرآن) ګډوډ خوبونه دي، بلكې دا يې له خپل ځانه جوړ كړى دى، بلكې دا شاعر دى، نو دا دې مونږ ته لویه نښه (معجزه) راوړي، له څنګه چې ړومبني (پېغمبران په هغو سره) لېږل شوي وو

6ایمان نه دى راوړى له دوى نه مخكې هېڅ یو داسې كلي، چې مونږ هغه هلاك كړى، ایا نو دوى به ایمان راوړي؟

7او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، نو تاسو د ذكر له خاوندانو (عالمانو) نه تپوس وكړئ كه تاسو نه پوهېږئ

8او مونږ هغه (رسولان داسې) جسدونه نه ووګرځولي چې طعام به نه خوري او هغوى تل ژوندي پاتې كېدونكي نه وو

9بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل

10یقینًا يقینًا مونږ تاسو ته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو ذكر (او عزت) دى، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟

11او څومره ډېر كلي چې ظالم وو، مونږ مات (او ټوټې) كړي دي او له هغو نه پس مو نور خلق پیدا كړل

12نو كله چې به يې زمونږ عذاب محسوس كړ، ناڅاپه به هغوى له دغو (كلیو) نه (په ډېره بيړه) تښتېدل

13تاسو مه تښتئ، او واپس لاړ شئ هغو (نعمتونو) ته چې تاسو ته په هغو كې خوشحالي دركړى شوې وه او خپلو كورونو ته، د دې لپاره چې له تاسو نه پوښتنه وكړى شي

14دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! بېشكه همدا مونږ ظالمان وو

15نو تل به د دوى دغه چغه وه تر دې چې مونږ به دوى وګرځول رېبل شوي، مړه یخ پراته

16او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو

17كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وى

18بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ

19او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هغه څوك چې له هغه سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او نه ستومانه كېږي

20هغوى شپه او روځ تسبیح وايي، نه څه وقفه كوي

21ایا دوى له ځمكې نه نور معبودان نیولي دي چې هغوى ژوندي كول كوي؟

22كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي

23له هغه نه پوښتنه نشي كېدى د هغه څه په باره كې چې هغه يې كوي او له دوى نه پوښتنه كېږي

24ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي

25او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ

26او دوى (كافر) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي

27له هغه (الله) نه په خبره كولو كې ړومبى والى نه كوئ او دوى خاص د هغه په حكم عمل كوي

28هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي

29او په دوى كې چې څوك ووايي چې بېشكه زه له هغه (الله) نه پرته معبود یم، نو دغه دى چې مونږ ده ته (د) جهنم جزا وركوو، همداسې مونږ ظالمانو ته جزا وركوو

30ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل، او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى، ایا نو دوى ایمان نه راوړي؟

31او مونږ په ځمكه كې پاخه غرونه پیدا كړي دي چې په دوى باندې (دغه ځمكه) ونه خوځېږي او مونږ په دې كې لارې پیدا كړې دي، چې ارتې پراخه دي، د دې لپاره چې دوى لار ومومي

32او مونږ اسمان محفوظ چت جوړ كړى دى او دوى (كفار) د هغه (اسمان) له نخښونه مخ ګرځوونكي دي

33او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي

34اومونږ له تا نه مخكې هېڅ یو انسان ته تل ژوندي پاتې كېدل نه دي مقرر كړي، ایا نو كه ته مړ شې، نو دوى به تل ژوندي پاتې كېدونكي وي؟

35هر یو نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ

36او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي

37انسان له تلواره پیدا كړى شوى دى، ژر به تاسو ته خپلې نښې وښيم، لهذا له ما نه ژر مطالبه مه كوئ

38او دوى وايي: دغه وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟

39كه كافران شوي كسان په هغه وخت كې پوه شي چې له خپلو مخونو نه به اور نشي منع كولى او نه له خپلو شاګانو او نه به د دوى مرسته كولى شي

40بلكې دا (قیامت) به په دوى ناڅاپه راشي، نو دوى به حیران كړي، بیا دوى د هغه د لرې كولو طاقت نه لري او نه به دوى ته مهلت وركاوه شي

41او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزاګانې شوې دي، نو ګېر كړل هغو كسانو لره چې په دوى پورې به يې مسخرې كولې، هغه شي چې دوى به ورپورې استهزا كوله

42(دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي

43ایا د دوى لپاره نور معبودان شته چې زمونږ نه پرته دوى ساتي؟ هغوى د خپلو ځانونو د مرستې طاقت نه لري او نه دوى زمونږ (د عذاب) نه ساتل كېږي

44بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟

45ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه تاسو يواځې په وحي سره وېروم او كاڼه بلنه نه اوري كله چې هغوى وېرولى شي

46او كه یقینًا دوى ته ستا د رب له عذاب نه لږ تپ ورسېږي، (نو) دوى به خامخا لازمًا وايي: اى زمونږ هلاكته! بېشكه هم مونږ ظالمان وو

47او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو

48او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى او هارون ته فرقان (حق او باطل سره بېلوونكى كتاب) او رڼا او د متقیانو لپاره ذكر (نصیحت) وركړى و

49هغه كسان چې له خپل رب نه خشیت (وېره) كوي بې له ليدلو او دوى د قیامت څخه وېرېدونكي دي

50او دا (قرآن) مبارك نصیحت دى چې مونږ دا نازل كړى دى، ایا نو تاسو له ده نه انكار كوونكي یئ

51او یقینًا یقینًا مونږ ابراهیم ته د هغه هدایت له دې نه مخكې وركړى و او مونږ په هغه باندې پوه وو

52كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: دا بتان، څه شى دى هغه چې تاسو دوى ته په عبادت ټینګ ولاړ یئ؟

53هغوى وویل: مونږ خپل پلرونه دوى ته عبادت كوونكي موندلي دي

54هغه وویل: یقینًا یقینًا تاسو او ستاسو پلرونه په ښكاره ګمراهۍ كې یئ

55هغوى وویل: ایا تا مونږ ته حق راوړى دى، یا ته له لوبو كوونكو څخه يې؟

56هغه وویل: بلكې ستاسو رب د اسمانونو او ځمكې رب دى۔ هغه (رب) چې دغه يې پیدا كړي دي او زه په دې باندې له ګواهانو ځنې یم

57او په الله قسم دى چې هرومرو خامخا به زه ستاسو له بتانو سره یو چال چلوم وروسته له دې چې تاسو وګرځئ شاكوونكي

58نو هغه، دغه (بتان) ټوټې ټوټې كړل د هغو له لوى نه غير (چې هغه يې پرېښود)، د دې لپاره چې هغوى همده ته رجوع وكړي

59دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى

60دوى وویل: مونږ له یو زلمي نه اورېدلي وو، چې دوى به يې (په سپكه) یادول، هغه ته ابراهیم ویلى شي

61هغوى وویل: نو هغه د خلقو د سترګو په وړاندې راولئ، د دې لپاره چې هغوى (يې وویني او) ګواهي وكړي

62ويې ويل: اى ابراهیمه! ایا تا زمونږ له معبودانو سره دا كار كړى دى؟

63هغه وویل: بلكې دا كار د دوى دې مشر (لوى بت) كړى دى، نو تاسو له دوى نه پوښتنه وكړئ كه دوى خبرې كوي

64نو دوى خپلو نفسونو ته رجوع وكړه، بیا يې وویل: بېشكه هم تاسو ظالمان یئ

65بیا دوى په خپلو سرونو نسكور كړى شول (ويې ویل:) یقینًا یقینًا ته پوه يې چې دا (بتان) خبرې نشي كولى

66هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي

67اُف په تاسو او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ

68ويې ويل: دا وسوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ كه چېرې تاسو (څه) كوونكي یئ

69مونږ وویل: اى اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې

70او دوى له هغه سره د ضررناك مكر كولو اراده كړې وه، نو مونږه هم دوى بې حده تاوانیان وګرځول

71او مونږ هغه ته او لوط ته نجات وركړ د هغې ځمكې په طرف چې مونږ په هغې كې د عالَمونو لپاره بركت اچولى دى

72او مونږ هغه ته اسحق عطا كړ او یعقوب، زیاتي، او مونږه (دغه) هر یو نېكان ګرځولي دي

73او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله۔ او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو

74او لوط ته۔، مونږ هغه ته د فیصلې كولو قوت او پوهه وركړې وه او مونږ هغه ته له هغه كلي نه نجات وركړى و چې ناپاكه خبیث عملونه يې كول، بېشكه هغوى د بدۍ خلق (او) نافرمانه وو

75او مونږ هغه (لوط) په خپل رحمت كې داخل كړ، یقینًا هغه له نېكانو څخه دى

76او (یاد كړه) نوح، كله چې هغه له دې نه مخكې اواز وكړ، نو مونږ د هغه سوال قبول كړ، نو مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

77او مونږ د ده لپاره له هغه قوم نه انتقام واخيست چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى و، بېشكه هغوى بد خلق وو، نو مونږ دوى ټول غرق كړل

78او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو

79نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو

80او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟

81او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو

82او (مونږ تابع كړي وو) ځینې له شیطانانو څخه هغه چې د ده لپاره به يې غوپې وهلې او له دې نه غير نور كارونه به يې كول، او مونږ دوى لره (له وراني نه) ساتونكي وو

83او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې

84نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و او مونږ هغه ته د هغه كورنۍ او له هغوى سره د هغوى په مثل عطا كړل له خپل طرف نه د رحمت په وجه او د عبادت كوونكو لپاره د نصیحت په خاطر

85او (یاد كړه) اسمعیل او ادریس او ذوالكفل، دغه هر یو له صبر كوونكو څخه دي

86او مونږ دوى په خپل رحمت كې داخل كړل، بېشكه دوى له صالحانو څخه دي

87او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم

88نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو

89او (یاد كړه) زكریا كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ: اى زما ربه! ما يواځې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې

90نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كر او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو

91او (یاده كړه) هغه (جینۍ) چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، نو مونږ په (ګرېوان د) هغې كې خپل ځینې روح پو كړ او مونږ هغه او د هغې زوى د خلقو لپاره لویه نښه وګرځول

92بېشكه همدا ستاسو دین دى، چې یو دین دى او هم زه ستاسو رب یم، نو تاسو زما عبادت كوئ

93او دوى خپل (د دين) كار په خپل مینځ كې ټوټې ټوټې كړ، دوى ټول خاص مونږ ته واپس راتلونكي دي

94نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو

95او حرام (ممتنع) دي په هغه كلي باندې چې مونږ هغه هلاك كړى وي دا چې په رښتیا به دوى بېرته نه راځي

96تر هغه پورې كله چې یاجوج ماجوج پرانستل شي او دوى به له هرې لوړې نه ګړندي راكوزېږي

97او حقه وعده به ښه رانژدې شي، نو قصه دا ده چې ناڅاپه د هغو كسانو سترګې به بوټې راوتلې پاتې وي چې كفر يې كړى دى (او وايي به:) اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ له دې نه په غفلت كې وو، بلكې مونږ ظالمان وو

98بېشكه تاسو او هغه څه چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ؛ (ټول) د جهنم خشاك یئ، تاسو هغه ته ننوتونكي یئ

99كه چېرې دوى (په رښتیا) معبودان وى (، نو) ده ته به نه وو داخل شوي او (دا) ټول به په هغه كې تل ترتله وي

100په دغه (دوزخ) كې به د دوى چغې سوري وي او دوى په هغه كې (هېڅ) نه اوري

101بېشكه هغه كسان چې هغوى ته زمونږ له جانبه سعادت مخكې فیصله شوى دى، دغه كسان له دغه (دوزخ) نه لرې كړى شوي دي

102دوى به د هغه (دوزخ) اواز (هم) نه اوري او دوى به په هغو (نعمتونو) كې تل ترتله وي چې د دوى نفسونه يې غواړي

103دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه

104(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې۔، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (دا كار) كوونكي یو

105او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي

106بېشكه په دې (بیان) كې یقینًا د عبادت كوونكو خلقو لپاره كفایت دى

107او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت

108ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې ما ته وحي كولى شي چې یقینًا هم دا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟

109نو كه دوى وګرځېدل، نو ته (ورته) ووایه: ما تاسو په برابرۍ سره خبر كړي یئ او زه نه پوهېږم چې ایا نژدې دى، یا كه لرې دى هغه چې تاسو سره يې وعده كولى شي

110بېشكه هغه (الله) په ښكاره خبره پوهېږي او په هغې هم چې تاسو يې پټوئ

111او زه نه پوهېږم كېدى شي چې دا (تاخیر د عذاب) تاسو لپاره یو ازمېښت وي او فايده اخيستل وي تر یو وخته پوري

112(رسول) وویل: اى زما ربه! په حق سره فیصله وكړه او هم زمونږ رب ډېر مهربان دى، مدد ترې غوښتل شوى په هغو خبرو چې تاسو يې بیانوئ

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath