19. مريم
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1كاف، ها، يا، عين، صاد
2(دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې
3كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز
4ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر (مې) د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى
5او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه
6چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى
7اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى
8ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم
9(الله) ورته وویل: هم داسې دي۔، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې
10ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرره كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې
11نو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ
12اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و
13او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي۔ او دى ډېر پرهېزګاره و
14او له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و
15او په ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى وزېږول شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي
16او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و
17نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح ولېږه، نو هغه دې ته خپل شكل د كامل سړي جوړ كړ
18(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې
19هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم
20دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ بشر نه دى رارسېدلى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم
21ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ دى د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت۔ او دغه یو فیصله شوى كار دى
22نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو سره له ده یو لرې ځاى ته په څنګ شوه
23نو دغې (مریم) لره د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى
24نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه پیدا كړې ده
25او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به په تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي
26پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، پس كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره په ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره
27نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راخيستى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بدكار كړى دى
28اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه
29نو هغې ده (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى
30ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغه ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم
31او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، ترڅو چې زه ژوندى یم
32(او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى
33او په ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه وزېږول شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم
34دغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده په باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي
35د الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده۔، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي
36او بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
37نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى
38دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي
39او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي
40بېشكه مونږ چې یو، هم دا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي
41او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و
42كله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى
43اى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم
44اى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان له رحمان نه نافرمان دى
45اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې
46هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې شه
47ده وویل: په تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى
48او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم
49نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو
50مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه
51او په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و
52او مونږ ده ته د طور غر له ښي اړخ نه اواز كړى و او مونږ دى قریب كړ، چې د راز خبرې مو ورسره كولې
53او مونږ ده ته له خپل رحمته د ده ورور هارون وركړ، چې نبي و
54او په كتاب كې اسماعیل یاد كړه، بېشكه دى د وعدې رښتینى و او رسول (او) نبي و
55او ده به خپل اهل ته په لمانځه او زكات سره حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و
56او په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و
57او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى
58دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې۔ او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به په دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول (نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي
59نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي
60مګر هغه څوك چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او په دوى به هېڅ شى ظلم نه كېږي
61د تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه دى (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده
62دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري غیر له سلام نه، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى
63دغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځولو چې پرهېزګاره وي
64او (جبریل وویل) مونږ نه راكوځېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغې چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي۔ او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى
65(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده په عبادت ښه ټینګ اوسه۔، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې
66او دغه (له بعث نه منكر) انسان وايي: ایا كله چې زه مړ شم خامخا عنقریب به زه بیا ژوندى را ایستلى شم
67ایا دغه انسان نه یادوي چې بېشكه مونږ دى له دې نه مخكې پیدا كړى و، او دى هېڅ شى نه و
68نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو
69بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى
70بیا خامخا مونږ په هغو خلقو ښه عالمان یو چې هغوى دغه (دوزخ) ته د داخلولو (او سوځولو) ښه لايق دي
71او نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي
72بیا به مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده او ظالمان (كافران) به په دغه (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو
73او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستى شي، چې ښه واضح دي، (، نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده
74او له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو
75ته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى
76او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي
77ایا تا هغه كس لیدلى چې زمونږ په ایتونو باندې كافر شوى دى او وايي چې ما ته به (په اخرت كې) خامخا ضرور مال او اولاد راكول كېږي
78ایا دى په غیبو خبر شوى دى، یا ده د رحمٰن په نیز كومه وعده اخيستې ده
79داسې نه ده ضرور مونږ لیكو هغه څه چې دى يې وايي او ده ته به له عذابه وغځوو، غځول
80او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي
81او دوى له الله نه غیر (نور) معبودان ونیول، د دې لپاره چې دغه (معبودان) د دوى د عزت سبب شي
82داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي
83ایا ته نه ګورې چې مونږ شیطانان په كافرانو باندې راخوشې كوو، چې دوى تېزوي، تېزول
84نو ته په دوى باندې (د عذاب په راتلو كې) تلوار مه كوه، بېشكه مونږ د دوى لپاره شمېرل كوو، شمېرل
85(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه
86او مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو
87هغوى د شفاعت اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د رحمٰن په نيز يې وعده اخيستې ده
88او دغه (كافران) وايي: رحمٰن د ځان لپاره اولاد نیولى دى
89یقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه
90نژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې
91په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله
92او رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي
93نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي
94یقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل
95او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې
96بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي
97پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې
98او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath