اسلام
شاته

18. الکهف

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1ټولې ستاينې خاص د هغه الله لپاره دي چې په خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى

2په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او هغو مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى

3چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي

4او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى

5دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ

6نو ښايي چې ته د دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى په دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي

7بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى

8او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو

9ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟

10(یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه، نو ويې ويل: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې هدایت برابر كړه

11نو مونږ د دوى په غوږونو خوب واچاوه، په غار كې څو كاله په شمېر

12بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده

13مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې په خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو

14او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي

15زمونږ دې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان ونیول، دوى په (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي

16او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي

17او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي چپ اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست

18او ته به په دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او چپ اړخ اړوو۔ او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى۔، كه ته په دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي

19او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى، ۔ نورو وویل: ستاسو رب ښه عالم دى په هغې مودې چې تاسو تېره كړې ده، ۔ نو تاسو خپل یو تن له خپلو دې سپینوزرو سره ښار ته ولېږئ۔، نو هغه دې وګوري چې د دې (ښار) كوم یو كس د طعام په لحاظ ډېر پاكیزه دى، نو دى دې تاسو ته له هغه نه خوراك راوړي او نرمي او زیركي دې كوي او په تاسو دې هیڅوك له سره خبر نه كړي

20بېشكه دوى كه په تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله

21او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو دوى وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب په دوى ښه عالم دى، هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالبه شوي وو، مونږ به خامخا هرومرو په دوى باندې جومات جوړوو

22ژر به دغه (خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي۔ او د دوى اتم د دوى سپى دى۔، ته ووایه: زما رب د دوى په شمېر ښه عالم دى، په دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق) ۔، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه

23او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم

24مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یادوه كله چې دې هېر شي، او ته ووایه امېد دى چې ما ته به زما رب لار ښوونه وكړي د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې

25او دوى په خپل غار كې درې سوه كاله تېر كړل او نهه يې (پرې) ور زیات كړل

26ته ووایه: الله ښه عالم دى په مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده۔، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه څه ښه لیدونكى او څه ښه اورېدونكى دى۔! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضاء) كې هیڅوك نه شریكوي

27او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغه نه غیر به ته له سره پناه ځاى ونه مومې

28او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغه مخ غواړي۔ او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې او ته د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغه زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغه كار له حد نه وتلى دى

29او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (د ایمان) اراده وكړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (د كفر) اراده وكړې، نو هغه دې كافر شي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې چاپېره شوي دي۔ او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او دغه بد ځاى دى د اوسېدلو

30بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) بېشكه مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى

31دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى

32او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى

33دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي اوهېڅ شى ترې نه نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده

34او د ده لپاره نورې مېوې هم شته، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم

35او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې په خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي

36او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم

37ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كافر شوى يې چې ته يې له خاورو پیداكړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې

38لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې هم الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم

39او كله چې ته خپل باغ ته داخل شوې تا دا ولې ونه ویل: مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړی، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې

40نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان شي

41یابه د ده اوبه وچې ډوبې شي، بیا به ته د دغو (ډوبو اوبو) په لټولو له سره ونه توانېږې

42او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شه چې خپل ورغوي يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه لوېدلى و، او ده ویل: اى كاشكې ما د خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى

43او د ده هېڅ داسې ډله نه وه چې له الله نه غیر يې دده مرسته كړې وى او نه دا پخپله بدله اخيستونكى (د ځان مدد كوونكى) و

44په دغه وخت كې ټول د اختیار حق الله لره دى، هغه د ثواب په لحاظ ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه

45او ته دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمان نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى

46مال او زامن د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ غوره دي او د امېد په لحاظ ډېر ښه

47او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نه ږدو

48او دوى به خپل رب ته صف صف وړاندې كړى شي (او وبه ویلى شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو

49او كتاب به كېښودلى شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه يې حساب كړې ده او دوى به خپل كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب په هیچا ظلم نه كوي

50او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، دا له جناتو څخه و، د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه۔، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغه اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې دوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى

51ما دغه (شیطانان) د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته نه دي حاضر كړي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم

52او (یاده كړه) هغه ورځ چې وبه وايي (الله): تاسو زما هغو شریكانو ته اواز وكړئ چې تاسو به ګڼل، نو دوى به هغوى ته چغې ووهي، نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او د دوى تر مینځه به مونږ د هلاكت ځاى (دوزخ) وګرځوو

53او مجرمان به اور وویني، نو یقین به وكړي چې بېشكه دوى په ده كې لوېدونكي دي او دوى به له دغه (اور) نه د په څنګ كېدلو ځاى ونه مومي

54او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې د خلقو لپاره هر قسمه مثالونه مكرر بیان كړي دي، او انسان په جګړه كې تر هر شي زیات دى

55او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې د خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي

56او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېرونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړی۔ او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره ونیول

57او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې ده ته دخپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى په زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى په ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي

58او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي

59او دغه كلي دي چې مونږ دوى هلاك كړل، كله چې دوى ظلم وكړ او مونږ د دوى هلاكت ته یوه نېټه ټاكلې وه

60او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې

61نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېركړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله

62نو كله چې دوى (له دغه ځایه) تېر شول، خپل ځلمي ته يې وویل: ته مونږ ته زمونږ سبا نارى راوړه، بېشكه یقینًا مونږ له خپل دې سفره له ستومانۍ سره مخامخ شو

63هغه وویل: ایا ته خبر شوې كله چې مونږ لويې تېږې ته ځاى ونیوه، نو بېشكه ما هغه كب هېر كړ۔ او هغه له ما نه هېر نه كړ مګر شیطان چې زه هغه (تا ته) یاد كړم او هغه په سمندر كې خپله لاره ډېر عجیبه جوړه كړه

64ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل

65بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و

66ده ته موسٰي وویل: ایا زه ستا تابع شمه په دې شرط سره چې ته به ما ته ښیې له هغه (علم) نه چې تا ته نېغه لار ښوول شوې ده

67هغه وویل: بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې

68او ته به څنګه په هغه كار صبر وكړې چې د علم په لحاظ تا د هغه احاطه نه ده كړې

69هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم

70هغه وویل: كه ته زما متابعت كوې، نو ته له ما نه د هېڅ شي په باره كې تر هغه پورې تپوس مه كوه چې زه تا ته د هغه ذكر شروع كړم

71نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كشتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كشتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند (او ناروا) كار وكړ

72هغه وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې

73ده وویل: ته ما په هغه كار مه نیسه چې ما په هېره وكړ او ته په ما د دې كار په وجه سختي مه راچوه

74نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ

75هغه (خضر) وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره د صبر كولو طاقت بېخي ونه كړى شې

76هغه (موسٰی) وویل: كه له دې نه بعد ما له تا نه د څه شي په باره كې پوښتنه وكړه، نو بیا ته ما د ځان مه ملګرى كوه، یقیناً ته زما له جانبه (حد د) عذر ته ورسېدې

77بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (، نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغوى دوى دواړو ته د مېلمستیا وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو) خامخا په دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى

78ده وویل: دا زما په مینځ كې اوستا په مینځ كې (د) بېلتون (وخت) دى۔، ژر به زه تا د هغو خبرو په حقیقت خبر كړم چې په هغو باندې تا د صبر كولو طاقت ونه كړى شو

79هرچې كشتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كشتۍ به يې په زور سره اخيستله

80او هر چې هلك و، نو د هغه مور او پلار مومنان وو، نو مونږ له دې ووېرېدو چې دى به هغوى په سركشۍ او كفر مجبوره كړي

81نومونږ وغوښتل چې دوى ته د دوى رب (داسې) بدل وركړي (چې) د دغه (هلك) نه په پاكۍ كې غوره وي او (له دغه نه) په مهربانۍ كې ډېر نژدې وي

82او پاتې شو دېوال۔، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښاركې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه۔ او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى۔، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى

83او دوى له تا نه د ذوالقرنین په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه: ژر به زه تاسو ته د هغه په هكله څه احوال ولولم

84بېشكه مونږ ده ته په ځمكه كې قدرت وركړى و او مونږ ده ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه

85نو ده لاره ونیوله (او هغه اسباب چې مغرب ته يې ورساوه)

86تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې (چینې) ته نژدې یو قوم ومونده۔، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! یا خو دا چې ته (دوى ته) عذاب وركړې او یا خو دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسي

87ده وویل: هرچې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ ده ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به دى خپل رب ته بېرته بوتلى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب

88او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به ده ته له خپله كاره اساني ووایو (پیدا كړو)

89بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب چې مشرق ته يې ورساوه)

90تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (، نو) دغه (لمر) يې ومونده چې په داسې قوم راخېژي چې مونږ دوى ته د دغه (لمر) نه لاندې كومه پرده نه وه ګرځولې

91همداسې (حال) و۔ او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ په هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو

92بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل)

93تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (، نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) په خبره پوه شي

94دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟

95ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته په هغو كې زما رب قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم

96تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (، نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه په دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه توئ كړم

97نو د دوى به طاقت نه وي چې په ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي

98دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به د ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده

99او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول

100او په دغې ورځ به مونږ جهنم كافرانو ته راوړاندې كړو، ښه راوړاندې كول

101هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشو كولى

102ایا نو كافران شویو كسانو ګمان كړى دى چې دوى به له ما نه غير زما بنده ګان كارسازوونكي ونیسي (او بیا به يې هم زه نه په عذاب كوم، نه) بېشكه مونږ د كافرانو لپاره جهنم مېلمستیا تیار كړى دى

103ته (دوى ته) ووایه: ایامونږ تاسو ته د اعمالو په لحاظ د تر ټولو زیاتو تاواني كسانو خبر دركړو؟

104دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، حال دا چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى عمل ښه كوي

105هم دغه كسان دي چې د خپل رب په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر (او انكاري) شوي دي، نو د دوى عملونه برباد شول، نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو

106دغه، د دوى بدله جهنم دى په سبب د دې چې دوى كافران شول او زما ایتونه او زما رسولان يې مسخره نیولي وو

107بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي

108چې په دغو كې به تل وي، دوى به له دغو نه ګرځېدل (او تبدیلېدل) نه غواړي

109ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره سیاهي وي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد هم راوړو

110ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath