17. الاسراء
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى۔
2او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو زما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ
3اى د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو۔، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و
4او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې قطعي حكم لېږلى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي
5نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې د ډېر سخت جنګ والا (سخت جنګي خلق) وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده پوره كړى شوې
6بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ په لحاظ بېخي زیات كړئ
7كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مسلط كړل)، د دې لپاره چې ستاسو مخونه بد وران كړي او د دې لپاره چې جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، سخت هلاكول
8نژدې دى چې ستاسو رب به په تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى
9بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته هدایت كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نېك عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى
10او دا چې بېشكه هغه كسان چې په اخرت باندې ایمان نه راوړي، مونږ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
11او انسان د شر دعا غواړي د خپلې خیر د دعا (په شان) او انسان له شروع نه ډېر تلوار كوونكى دى
12او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه محوه كړه او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى
13او هر انسان لره، مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه كې لازم كړى دى او د قیامت په ورځ به ده ته یو كتاب راوباسو چې ورسره به مخامخ شي، په داسې حال كې چې غوړېدلى به وي
14ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى
15چا چې نېغه لار ونیوله، نو همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان (د فايدې) لپاره نېغه لار نیسي او څوك چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې كېږي او هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي او مونږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو
16او كله چې مونږ اراده وكړو چې یو كلى هلاك كړو (نو) مونږ د هغه (كلي) كبرجنو مالدارو ته حكم وكړو، نو هغوى په ده كې فسق وكړي، نو په هغه باندې خبره ثابته شي، بیا مونږ هغه هلاك كړو، سخت هلاك كول
17او مونږ له نوح نه وروسته څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي! او ستا رب ښه كافي دى د خپلو بنده ګانو په ګناهونو باندې ښه خبردار، ښه لیدونكى
18هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو۔، بیا مونږ د هغه لپاره جهنم مقرروو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي
19او هغه څوك چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوشش كوي، د هغه لايق كوشش، په دې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلق، د دوى سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده
20له هر یو سره مونږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره اوله دغو سره، او ستا د رب عطاء (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده
21ته وګوره! څرنګه مونږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا اخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى
22ته له الله سره بل معبود مه نیسه، نو (ګنې) ملامت كړى شوى، بې یارومددګار به كېنې
23او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره لازمًا زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه
24او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته په دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم
25ستاسو رب په هغه څه ښه پوه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي۔ كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له شروع نه د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى
26او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول
27بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى
28او كه چېرې ته له دوى نه اعراض كوې، د خپل رب له جانبه د رحمت د طلب لپاره چې ته يې امېد لرې، نو دوى ته ډېره اسانه خبره وایه
29او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول (ګنې) نو ملامت كړى شوى، پښېمانه شوى به كېنې
30بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
31او تاسو خپل اولاد د فقر له وېرې مه وژنئ، هم دا مونږ هغوى ته روزي وركوو او تاسو ته (هم) بېشكه د دوى وژل له شروع نه ډېره لویه ګناه ده
32او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده
33او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره او څوك چې ووژل شي، په دې حال كې چې مظلوم وي، نو یقینًا مونږ د هغه ولي (وارث) ته پوره غلبه وركړې ده، نو هغه دې په وژلو كې اسراف نه كوي، بېشكه دغه (وارث) مدد كړى شوى دى
34او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه ترټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه عهد دى پوښتل شوى
35او تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ او په ډېرې برابرې تلې سره تول كوئ دا (كار) تر ټولو غوره او د انجام په لحاظ تر ټولو ښه دى
36او ته د هغه شي پیروي مه كوه چې تا ته د هغه علم نه وي، بېشكه غوږونه او سترګې او زړه، هر یو له دغو (درې واړو) دى د هغه په هكله تپوس كړى شوى
37او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه بېخي څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته بېخي ونه رسېږې
38دغه ټول كارونه (چې دي)، د دوى بدي ستا د رب په نیز له شروع نه ناخوښه ده
39دا (ټول حكمونه) له هغو څخه دي چې ستا رب له حكمته څخه تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى
40ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه د ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه خبره وایئ
41او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى)
42ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لاره لټولې وى
43هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو خبرو نه چې دوى يې وايي ډېر لوى اوچتېدل
44د هغه لپاره تسبیح وايي اوه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه د ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو په تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى
45او كله چې ته قرآن لولې (، نو) مونږ ستا په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې چې په اخرت ایمان نه راوړي یوه پټه پرده پیدا كړو
46او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې واچوو له دې نه چې دوى په ده پوه شي او د دوى په غوږونو كې كوڼوالى (پیداكړو)، او كله چې ته په قرآن كې يواځې خپل رب یاد كړې، نو دوى په خپلو شاګانو بېرته وګرځي، په داسې حال كې چې ترهېدونكي وي
47مونږ ښه پوه یو په هغه (نیت) چې دوى په هغه سره اورېدل كوي، كله چې دوى تا ته غوږ ږدي او كله چې دوى پټې مشورې كوي، كله چې دا ظالمان وايي: تاسو پیروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې جادو پرې شوى دى
48ته وګوره! دوى ستا په باره كې مثالونه څنګه بیان كړل، نو ګمراه شول، نو د سمې لارې استطاعت نه لري
49او دوى وايي ایا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، ایا یقینًا مونږ به خامخا بیا راژوندي كړى شو په نوو پیدا كولو سره
50ته ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه
51یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په سینو كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ۔، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي
52په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې
53او ته زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبره دې وايي چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه شیطان د دوى په مینځ كې دښمني اچوي، بېشكه شیطان د انسان لپاره له شروع نه ښكاره دښمن دى
54ستاسو رب په تاسو ښه پوه دى، كه هغه وغواړي (نو) په تاسو به رحم وكړي او كه هغه وغواړي (نو) تاسو ته به عذاب دركړي او ته مونږ په دوى باندې ذمه وار نه يې لېږلى
55او ستاسو رب ښه عالم دى په هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و
56ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو
57دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې وېره ترې وكړى شي
58او نشته هېڅ یو كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلاك كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب۔، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي
59او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى د غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له دې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره
60او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او مونږ هغه منظره چې مونږ تا ته وښووله نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه چې په قرآن كې پرې لعنت كړى شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي
61او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه غیر له ابلیس نه، هغه وویل: ایا زه هغه چا ته سجده وكړم چې تا له خټې پېدا كړى دى
62هغه وویل: ما ته خبر راكړه! دا سړى چې تا دا په ما باندې بهتر كړى دى، یقینًا كه تا زه د قیامت د ورځې پورې وروسته كړم (نو) زه به خامخا هرومرو د ده د اولادې بېخ وباسم، سوا له لږو څخه
63(الله) وویل چې ځه! نو په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه، نو بېشكه جهنم ستاسو جزا ده، ډېره پوره جزا
64او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه اوله دوى سره په مالونو او اولادونو كې شریك شه او دوى ته وعده وركړه، او شیطان دوى ته وعده نه وركوي مګر د دوكې
65بېشكه زما بنده ګان چې دي، تالره پر هغوى باندې هېڅ غلبه نشته او ستا رب ښه كافي كارساز دى
66ستاسو رب هغه دى چې تاسو لپاره په سمندر كې بېړۍ روانوي، د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل ولټوئ، بېشكه هغه په تاسو له شروع نه ډېر رحم كوونكى دى
67او كله چې تاسو ته په سمندر كې سختي درورسېږي (، نو) هغه څوك (ستاسو له فكره) ورك شي چې تاسو يې بلئ مګر يواځې هغه (الله بلئ)، نو كله چې تاسو وچې ته بچ كړي (، نو) تاسو مخ اړوئ (له توحیده) او انسان دى ډېر ناشكره
68ایا نو تاسو له دې نه په امان كې یئ چې هغه تاسو د وچې ځمكې په یوه خوا كې ډوب (ښخ) كړي، یا پر تاسو باندې كاڼي وروونكى سخت باد راولېږي (او) بیا تاسو د خپل ځان لپاره هېڅ ساتونكى ونه مومئ
69یا تاسو له دې نه په امان كې یئ چې په دغه (سمندر) كې مو بېرته په دوهم ځلې واپس كړي، نو پر تاسو باندې ماتوونكى سخت باد راولېږي، نو تاسو د كفر كولو په سبب غرق كړي، بیا به تاسو د خپل ځان لپاره زمونږ په ضد راپسې ګرځېدونكى ونه مومئ
70او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول
71او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به ټول خلق (انسانان) سره له خپل امامه راوبلو، نو هغه څوك چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په خپل ښي لاس كې وركړى شو، نو دغه كسان به خپل كتاب (عمل نامه) لولي او په دوى به د كجورې د نري تار هومره ظلم (هم) نه كېږي
72او څوك چې په دي (دنیا) كې ړوند و، نو هغه به په اخرت كې هم ړوند وي، او (د نجات) د لارې په لحاظ به ډېر بې لارې وي
73او بېشكه شان دا دى چې دوى نژدې وو چې تا له هغه (قرآن) نه واړوي چې مونږ تا ته وحي كړى دى، د دې لپاره چې ته پر مونږ باندې له دې (قرآن) نه غیر راوتړې او په دغه وخت كې به دوى ته دوست نیولى وى
74او كه ته مونږه (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى۔ (، نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى لږ څه مايله شي
75(نو) په دغه وخت كې به خامخا مونږ په تا څكلى وى دوه چند عذاب د ژوندون (په دنیا كې) او دوه چنده عذاب د مرګ (په اخرت كې) بیا به ته د خپل ځان لپاره زمونږ په خلاف مدد كوونكى ونه مومې
76او بېشكه شان دا دى چې دوى قریب وو چې تا خامخا له دې ځمكې نه وخوځوي، د دې لپاره چې تا له دې نه وباسي او په دغه وخت كې به دوى له تا نه وروسته درنګ (وخت) نه وى تېر كړى مګر ډېر لږ
77(زمونږ) طریقه (ده) په هغه چا كې چې یقینًا مونږ له تا نه مخكې لېږلي وو د خپلو رسولانو ځنې، او ته به زمونږ طریقې لره هېڅ تبدیلېدل ونه مومې
78ته لمونځ قايموه د لمر له زواله وورسته د شپې تر تیارې پورې او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ده ته حاضري كولى شي
79او د شپې په څه حصه كې خوب پرېږده، چې تا لپاره دا زیاتي عبادت دى۔، امېد دى چې ستا رب به تا مقامِ محمود (ستايل شوي ځاى) ته پورته كړي
80او ته ووایه: اى زما ربه! ته ما داخل كړه په رښتیا داخلولو سره او ته ما وباسه په رښتیا وېستلو سره او ته زما لپاره د خپل جانب نه یو قوت مددكوونكى مقرر كړه
81او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى
82او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان
83او كله چې مونږ په (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل اړخ لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي
84ته ووایه: هر كس په خپلې مناسب حالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى په هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى
85او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم څخه (برخه) نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه
86او یقینًا كه مونږ وغواړو (نو) خامخا ضرور به هغه (قرآن) بېرته یوسو چې مونږ تا ته وحي كړى دى، بیا به ته د خپل ځان لپاره په دې باره كې زمونږ په خلاف هېڅ وكیل (او كارساز) ونه مومې
87خو د خپل رب له جانبه د مهربانۍ په وجه، بېشكه د هغه فضل په تا باندې ډېر لوى دى
88ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول په دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (، نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي
89او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیا بیا بیان كړى دى، نو زیاترو خلقو انكار وكړ غیر له كفر كولو نه
90او دوى وویل: مونږ به په تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې
91یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګور، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول
92یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې
93یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا په (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو۔، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى
94او خلق د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: ایا الله یو انسان رسول رالېږلى دى
95ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو په ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له اسمان نه مَلك رسول رالېږلى وى
96ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، ښه لېدونكى دى
97او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كړو، چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو
98„دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره
99ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي په دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي۔ او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه
100ته (دوى ته) ووایه: كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالكان شئ (نو) په دغه وخت كې به تاسو هرومرو امساك (بخل) وكړئ د لګېدلو (خرچ كېدو) له وېرې نه او انسان دى ډېر بخیل
101او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو ته له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه دوى ته راغى، نو هغه ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور په تا د جادو كړى شوي عقیده ساتم اى موسٰى
102ويې ويل: یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړي مګر داسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم
103نو هغه (فرعون) اراده وكړه چې دوى له ځمكې نه وخوځوي، نو مونږ هغه او څوك چې له هغه سره وو ټول؛ غرق (ډوب) كړل
104او د هغه (له هلاكت) نه وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: تاسو په دغه ځمكه كې اوسئ، نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول سره ګډ راولو
105او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى۔ او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى
106او (مونږه) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول
107ته (دوى ته) ووایه چې تاسو په ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي
108او وايي زمونږ رب ته پاكي ده، بېشكه زمونږ د رب وعده خامخا كېدونكې ده
109او دوى په زنو نسكور پرېوځي، چې ژاړي او عاجزي يې (د قرآن اورېدل) ورته ورزیاته كړي
110ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغه لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه
111او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لپاره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره به بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath