اسلام
شاته

15. الحجر

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1الف، لام، را، دغه د كتاب او د واضح قرآن ایتونه دي

2ډېر ځلې به ارزو كوي هغه كسان چې كافران شوي دي چې كاش چې دوى مسلمانان وى

3ته دوى پرېږده چې خوري او فايده اخلي او امېدونه يې غافله كړي، نو ژر ده چې دوى به پوه شي

4او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و

5هېڅ امت له خپل وخت نه نه مخكې كېږي او نه وروسته كېږي

6او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر نازل كړى شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې

7ولې ته مونږ ته ملايك نه راولې! كه چېرې ته له رښتینو څخه يې

8(اى خلقو واورئ!) مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي

9بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو

10او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې د ړومبنیو خلقو په ډلو كې (رسولان) لېږلي وو

11او دوى ته به هېڅ یو رسول نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې

12همدارنګه مونږ دا خبره د مجرمانو په زړونو كې ننباسو

13دوى په ده ایمان نه راوړي او یقینًا د پخوانیو (كافرو) طریقه تېره شوې ده

14او كه مونږ په دوى باندې له اسمان نه كومه دروازه پرانستلې وى، بیا دوى په هغې كې تل ختلى

15دوى به خامخا ویل چې همدا خبره ده چې زمونږ سترګې تړل شوې دي، بلكې مونږ جادو كړى شوي خلق یو

16او یقینًا یقینًا مونږ په اسمان كې برجونه پیدا كړي دي او مونږ هغه د كتونكو لپاره ښايسته كړى دى

17او مونږ هغه ساتلى دى له هر شیطان ویشتل شوي نه

18مګر هغه (شیطان) چې اورېدل شوې خبره غلا كړي، نو په هغه پسې شي یوه ښكاره شعله

19او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى

20او مونږ تاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ

21او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره

22او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره خزانه كوونكي نه یئ

23او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوندي كول كوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو

24او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي

25او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى

26او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه

27او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى

28او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده

29نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي

30نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه

31له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي

32ويې ويل: اى ابلیسه! تا ته څه عذر دى چې ته له سجده كوونكو سره نه ملګرى كېږې؟

33هغه وویل: زه داسې نه یم چې بشر ته سجده وكړم چې تا هغه پیدا كړى دى له كړنګېدونكو وچو كودرو نه، چې له تورې سخا شوې خټې ځنې و

34وفرمایل: (الله) نو ته ووځه له دې ځاى نه، پس یقینًا ته رټل شوى يې

35او بېشكه په تا باندې د قیامت د ورځې پورې لعنت دى

36هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته د هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې خلق به بیا ژوندي كولى شي

37ويې ويل: پس یقینًا ته له مهلت وركړى شويو څخه يې

38د معلوم وخت تر ورځې پورې

39ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم

40مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان

41ويې فرمایل: دا لار ده چې تر ما پورې نېغه ده

42بېشكه زما بنده ګان چې دي نشته تا لپاره په دوى باندې هېڅ غلبه مګر هغه چې ستا پیروي كوي له ګمراهانو څخه

43او بېشكه جهنم، خامخا د دوى د ټولو د وعدې ځاى دى

44د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه

45بېشكه متقیان به په باغونو او چینو كې وي

46تاسو دغو ته په سلامتۍ سره ننوځئ، په داسې حال كې چې په امن كې به یئ

47او مونږ به وباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، په داسې حال كې چې وروڼه به وي، په تختونو به یو بل ته مخامخ ناست وي

48دوى ته به په دغو (جنتونو) كې هېڅ تكلیف (ستړې والى) نه رسېږي او نه به دوى له دغو نه له سره وېستل شوي وي

49ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم

50او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى

51او ته دوى ته د ابراهیم د مېلمنو په باره كې خبر وركړه

52كله چې هغوى په ده ورننوتل، نو دوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو

53هغوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ تا ته د ډېر پوه هلك زېرى دركوو

54هغه وویل: ایا تاسو ما ته زېرى راكړ، سره له دې چې ما ته زوړوالى (بوډاوالى) را رسېدلى دى، نو تاسو په كومه وجه زېرى راكوئ؟

55هغوى وویل: مونږ تا ته په حقه سره زېرى دركړى دى، نو ته له ناامېدانو نه مه كېږه

56هغه وویل: له ګمراهانو نه غیر (بل) څوك دى چې د خپل رب له رحمت نه به نا امېده كېږي

57هغه وویل: نو ستاسو (نور) څه مقصد دى، اى رالېږل شویو؟

58هغوى وویل: یقینًا مونږ د مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو

59غیر له آل لوط نه، بېشكه مونږ خامخا هغوى ټولو ته نجات وركوونكي یو

60(خو) د هغه له ښځې نه غير، مونږ دا فیصله كړې ده چې یقینًا هغه به لازمًا له وروسته پاتې كېدونكو څخه وي

61نو كله چې د لوط آل ته رالېږل شوي (ملايك) راغلل

62هغه وویل: بېشكه تاسو یو ناپېژندګلو خلق یئ

63هغوى وویل: بلكې مونږ تا ته هغه (عذاب) راوړى دى چې دوى به په هغه كې شك كاوه

64او مونږ تا ته حق راوړى دى او بېشكه مونږ یقینًا رښتيني یو

65نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او ته د دوى شا ته ورپسې ځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته نه ګوري او ځئ هغه ځاى ته چې تاسو ته يې حكم كېږي

66او مونږ هغه ته د دې كار فیصله وحي كړه چې یقینًا د دې خلقو بېخ پرې كېدونكى دى، په دې حال كې چې دوى به په سبا كې داخلېدونكي وي

67او د ښار اوسېدونكي راغلل چې ډېره خوشحالي يې كوله

68وویل (لوط): بېشكه دا زما مېلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ

69او له الله نه ووېرېږئ او ما مه سپكوئ

70هغوى وویل: ایا ته مونږ د خلقو (د پناه وركولو) نه نه وې منع كړى؟

71هغه وویل: دا زما لوڼه دي كه تاسو (له دوى سره نكاح) كوونكي یئ

72ستا په عمر مې دې قسم وي! بېشكه دوى خامخا به خپلې مستۍ (نشه) كې سرګردان دي

73نو دوى يو هیبت ناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې د لمرختو په وخت كې داخلېدونكي وو

74نو مونږ د هغه (ښار) پورته طرف ښكته طرف وګرځاوه او په دوى باندې مونږ د كوتكاڼو كاڼي وورول

75بېشكه په دې كې خامخا د پوهو، عبرت اخيستونكو لپاره نښې دي

76او بېشكه دغه (ښاریه) خامخا په سمه (چلنده) لار كې پرته ده

77بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا غټه نښه ده

78او بېشكه شان دا دى چې د ځنګل والا یقینًا ظالمان وو

79نو مونږ له هغوى نه انتقام واخيست او بېشكه دغه دواړه (ښارونه) په لویه ښكاره لار كې پراته دي

80او یقینًا یقینًا حجر والاو د رسولانو تكذیب كړى و

81او مونږ هغوى ته خپلې نښې ور (ښكاره) كړې وې، نو دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي وو

82او دوى به له غرونو څخه كوټې توږلې، په دې حال كې چې په امن به وو

83نو دوى یو هیبتناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې په سبا كې داخلېدونكي وو

84نو د دوى په كار رانغلل هغه (شیان) چې دوى به حاصلول

85او مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دې دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، نو ته (له دوى څخه) څنګ وكړه په ښكلو څنګ كولو سره

86بېشكه ستا رب، هم دى ښه پیداكوونكى، بې حده علم والا دى

87او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم)

88او ته خپلې سترګې هغو شیانو ته مه ور اوږدې كوه (مه پورته كوه) چې مونږ په هغو سره فايده وركړې ده دغو خلقو ته، چې قسم قسم شیان دي او په دوى باندې مه غمګین كېږه او خپل وزر د مومنانو لپاره ښكته كړه

89او ته ووایه: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ښكاره وېروونكى یم

90(له داسې عذابه) لكه څنګه چې مونږ نازل كړى و په تقسیموونكو باندې

91هغه كسان چې قرآن يې ټوټې ټوټې كړى و

92نو قسم دى په رب ستا چې خامخا هرومرو به مونږ له دوى ټولو څخه تپوس كوو

93د هغو كارونو په باره كې چې دوى به كول

94نو ته ښه ښكاره بیان كړه هغه څه چې تا ته يې حكم كولى شي او له مشركانو نه مخ واړوه

95بېشكه مونږ ستا لپاره استهزا كوونكو ته كافي شوي یو

96هغه كسان چې له الله سره نور معبودان مقرروي (شریكوي) نو ژر به دوى پوه شي

97او یقینًا یقینًا مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي

98نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه

99او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath