14. ابراهیم
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته
2چې الله دى، هغه چې خاص د هغه لپاره دي څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كافرانو ته له ډېر سخت عذاب نه هلاكت دى
3هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
4او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى
5او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو معجزو سره لېږلى و چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دې كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي
6او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و
7او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (، نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى
8او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى
9ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغوى عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه په هكله چې تاسو مونږ هغه ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو
10د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې هغه تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي۔، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان بشر، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو تاسو مونږ ته ښكاره دلیل (معجزه) راوړئ
11دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان بشر، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې په چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره۔ او لازم ده چې خاص په الله باندې مومنان توكل وكړي
12او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به په الله توكل نه كوو، حال دا چې هغه مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ په هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې خاص په الله باندې توكل كوونكي توكل وكړي
13او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو
14او خامخا ضرور به مونږ له دوى نه پس تاسو په دغه ځمكه كې واوسوو، دغه (د ظالمانو هلاكول او د نېكانو اوسول حق دي) د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېږي اوزما له وعید نه وېرېږي
15او هغوى (رسولانو) فتح وغوښته او هر متكبر سركشه نامراده شو
16چې د هغه په وړاندې جهنم دى او په هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي
17چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي
18حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي۔، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده
19ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي (، نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي
20او دغه (كار) په الله باندې هېڅ ګران نه دى
21او دوى به ټول الله ته ظاهر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به خامخا تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته
22او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریاد رسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې۔، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
23او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره۔ او د دوى پیشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي
24ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي
25خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي۔ او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
26او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي
27الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي
28ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته راكوز كړو
29چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي او هغه داستوګنې بد ځاى دى
30او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي
31ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي
32الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مسخرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي
33او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي
34او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى
35او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته
36بېشكه دوى (بتانو) له خلقو څخه ډېر زیات (خلق) ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې
37اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د ځینو خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي
38اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې په هغه څه چې مونږ يې پټوو او په هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او په الله باندې هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې
39ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسمعیل او اسحق رابخښلى دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى
40اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوې او زما په اولاد كې هم، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې
41اى زمونږ ربه! ته ما وبخښې او زما مور او پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب قايمېږي
42او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي
43چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي
44او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى۔: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته
45او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه ښكاره شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو
46او یقینًا هغوى خپل مكر (او فریب) ښه په كوشش سره وكړ، حال دا چې د دوى مكر الله سره دى، او د دوى مكر داسې نه و چې د هغه په وجه به غرونه زايل شي
47نو ته هیڅكله هم په الله باندې له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف كوونكي ګمان مه كوه، بېشكه الله ډېر غالب، (او) انتقام والا دى
48(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته چې یو دى، ډېر غالب دى، مخامخ ودرېږي
49او ته به په دغې ورځ كې مجرمان وینې چې یو له بل سره به زولنو كې تړلى شوي وي
50د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي
51د دې لپاره چې الله بدله وركړي هر نفس ته د هغه څه چې ده كړي دي، بېشكه الله ډېر ژر حساب والا دى
52دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق ووېرول شي او د دې لپاره چې دوى په دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath