اسلام
شاته

11. هود

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي

2دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم

3او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم

4خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

5خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي په هغه څه چې دوى (يې) پټوي اوپه هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو په پټوخبرو (هم) ښه پوه دى

6او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي

7او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى۔ او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هرومرو لازمًا به هغه كسان ووايي چې كافران شوي دي: ۔ نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل)

8او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (، نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: دغه (عذاب) لره څه شى ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (، نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

9او یقینًا كه چېرې مونږه انسان ته له خپل جانبه رحمت وروڅكوو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره وي

10او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وروڅكوو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (، نو) ارومرو لازما به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، بېشكه هغه یقینًا ډېر خوشالېدونكى دى، ډېر فخر كوونكى دى

11مګر هغه كسان چې صبر يې وكړ او نېك عملونه يې وكړل، دغه كسان (چې دي) د همدوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى

12نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى يې او الله په هر شي باندې نګران دى

13ایا دوى وايي چې دا يې له خپله ځانه جوړ كړى دى؟ ته (ورته) ووایه: نو تاسو د ده په مثل لس سورتونه راوړئ، چې له خپله ځانه جوړ كړى شوي وي او له الله نه غير چې څوك كولى شئ راوغواړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

14نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟

15هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (، نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته خپل عملونه پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي

16دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول

17ایا نو هغه څوك چې د خپل رب له جانبه په څرګند دلیل باندې وي او د هغه له جانبه د ده پسې یو شاهد وي، او له ده نه مخكې د موسٰى كتاب و، چې پیشوا او رحمت و، دغه كسان په ده ایمان لري او له ډلو څخه چې څوك په ده سره كافر شو، نو اور د هغه د وعدې ځاى دى، نو ته د ده په باره كې په هېڅ شك كې مه كېږه، بېشكه هم دا ستا د رب له جانبه حق دى او لېكن اكثره خلق ایمان نه راوړي

18او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، دغه كسان به د خپل رب په وړاندې پیش كړى شي، او ګمراهان به ووايي: دا هغه كسان دي چې په خپل رب يې دروغ تړلي وو۔، خبردار شئ! د الله لعنت په ظالمانو باندې دى

19هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوي او له اخرت نه انكار كوونكي (هم) همدوى دي

20دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، دوى اورېدل نشول كولى او نه دوى لیدل كول

21دا هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به دروغ تړل

22حقه خبره دا ده چې یقینًا هم دوى په اخرت كې تر ټولو زیات زیان كاران دي

23بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او خپل رب ته يې عاجزي كړې ده، دغه كسان د جنت صاحبان دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

24د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه په مثال كې برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟

25او یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، (ورته ويې ویل) بېشكه زه تاسو لپاره ښكاره وېروونكى یم

26چې تاسو له الله نه غير (د هیچا) عبادت مه كوئ، بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې دردوونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم

27نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلق دي، په سرسري فكر سره، تاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې ددروغجنو ګمان كوو

28هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم په هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ

29او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ

30او اى زما قومه! له الله نه به ما څوك بچ كړي كه زه دوى وشړم؟ ایا نو تاسو نصیحت نه قبلوئ

31او زه تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه په غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم او نه زه د هغو كسانو په حق كې چې ستاسو سترګي يې سپك ګڼي دا وایم چې الله به دوى ته له سره څه خیر ورنه كړي، الله ښه عالم دى په هغو (خبرو) چې د دوى په نفسونو كې دي۔، بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یم

32دوى وویل: اى نوحه! یقینًا تا زمونږ سره جګړه وكړه، نو زمونږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته كړه، لهذا ته مونږ ته هغه (عذاب) راوړه چې ته يې زمونږه سره وعده كوې، كه ته له صادقانو څخه يې

33هغه وویل: يواځې الله هغه (عذاب) راولي كه ويې غواړي او تاسو عاجزه كوونكي نه یئ (الله لره)

34او زما نصیحت تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت كولو اراده وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ

35بلكې دوى وايي: ده له ځانه دا (قرآن) جوړ كړى دى، ته ووایه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي، نو خاص په ما باندې دى (انجام) زما (د) جرم او زه بري یم له هغو جرمونو نه چې تاسو يې كوئ

36او نوح ته وحي وكړى شوه چې بېشكه شان دا دى چې ستا له قومه به (څوك هم) ایمان رانه وړي غير له هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، نو مه غمجن كېږه په هغو كارونو چې دوى يې كوي

37او زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ د وحي مطابق بېړۍ جوړه كړه او د هغو كسانو په باره كې له ما سره خبرې مه كوه چې ظلم (شرك) يې كړى دى، بېشكه دوى غرقېدونكي دي

38او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ

39نو ژر به تاسو هغه څوك وپېژنئ چې ورته به داسې عذاب راشي چې هغه به رسوا كړي او په ده باندې به دايمي عذاب راكوز شي

40تر هغه پورې چې كله زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، مونږ وویل: په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه دوه دوه سواره كړه او خپل اهل هم، (خو) له هغه چا نه پرته چې په هغه باندې خبرې سبقت كړى دى۔ او هغه څوك هم (سواره كړه) چې ایمان يې راوړى دى او له ده سره ایمان نه و راوړى مګر ډېرو لږو (خلقو)

41او هغه وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

42دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ۔، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه

43هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه د غرق كړى شويو نه

44او وویل شول: اى ځمكې! خپلې اوبه ونغړه (جذب كړه) او اى اسمانه! اوبه ورول بند كړه او اوبه كمې كړى شوې او كار پوره كړى شو او هغه (بېړۍ) په جودي غر ودرېده او وویل شول: لرې والى دې وي (له رحمت نه) د ظلم كوونكو خلقو لپاره

45او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وكړ، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زما زوى زما له اهله دى او بېشكه هم ستا وعده حقه ده او ته ترټولو ښه فیصله كوونكى يې

46ويې ويل: اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته له دې نه نصیحت كوم چې ته شې له جاهلانو نه

47هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او په ما رحم ونه كړې (، نو) شم به زه له تاوانیانو نه

48وویل شو: اى نوحه! كوز شه په سلامتۍ سره زمونږ له جانبه او سره د هغو بركتونو چې په تا باندې دي او په څو ډلو باندې له هغو ځنې چې له تا سره دي۔ او نورې ډلې دي چې ژر به مونږ هغوى ته نفع وركړو، بیا به هغوى ته زمونږ له جانبه ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

49دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه ته په دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى

50او (مونږ لېږلى و) قومِ عاد ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر هېڅ حق معبود نشته، نه یئ تاسو مګر دروغ تړونكي

51اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ

52او اى زما قومه! له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي۔ او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي او تاسو (له ایمان او توبې نه) مخ مه ګرځوئ، په دې حال كې چې مجرمان یئ

53هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل خدایان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ په تا ایمان راوړونكي نه یو

54(ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ ځینې خدایانو څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ

55غیر له هغه (الله) نه، نو تاسو ټول ما ته تدبیرونه جوړ كړئ، بیا ما ته مهلت مه راكوئ

56بېشكه ما په الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب په نېغه لار دى

57نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږلى شوى وم۔ او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو په ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى

58او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (، نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ او مونږه دوى له ډېر سخت عذاب نه خلاص كړل

59او دغه عادیان دي چې د خپل رب له ایتونو نه يې انكار كړى و او د هغه (الله) د رسولانو نافرماني يې كړې وه او د هر سركشه عنادي د حكم تابع شوي وو

60او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګولى شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى

61او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته۔، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړئ یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى

62دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغه ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو

63هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغه له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو به ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) زیات نه كړئ

64اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو ډېر نژدې عذاب به مو ونیسي

65نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او مړه يې كړه) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته

66نو كله چې زمونږ (د عذاب) حكم راغى، مونږ صالح ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و په خپل رحمت سره خلاصى وركړ او د هغې ورځې له رسوايۍ نه، بېشكه ستا رب، هم هغه قوي، ډېر غالب دى

67او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ چغې ونیول، نو سهار مهال په خپلو كورونو كې پړ مخې پراته شول

68ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې له سره اوسېدلي نه وو، خبردار شئ! بېشكه ثمودیان په خپل رب سره كافران شوي وو، اګاه شئ! د ثمودیانو لپاره (د رحمت نه) لرې والى دى

69او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل: (په تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (په تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت كړى شوى سخى

70نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه رسېږي، نو دوى يې نا اشنا وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره وكړه، دوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو)

71او د ده ښځه ولاړه وه، نو ويې خندل، نو مونږ دې ته اسحق زېرى وركړ او د اسحق نه پس د (لمسي) یعقوب (زېرى وركړ)

72هغې وویل: اى زما تعجبه! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا یقینًا ډېر عجیبه شى (كار) دى

73هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغه بركتونه دې په تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى

74نو كله چې له ابراهیم نه وېره لاړه او ده ته زېرى راغى، (نو بیا يې) د لوط د قوم په حق كې زمونږ (رسولانو) سره بحث كاوه

75بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر تحمل والا، آه كوونكى (په زړه ډېر نرم او الله ته) رجوع كوونكى دى

76اى ابراهیمه! له دې نه تېر شه، بېشكه شان دا دى چې یقینًا ستا د رب حكم راغلى دى او بېشكه دوى چې دي، دوى ته داسې عذاب راتلونكى دى چې بېرته ګرځولى به نشي

77او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى په دوى غمجن شو او د دوى په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده

78او ده ته د ده قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟

79دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه ته خامخا په هغه كار پوهېږې چې مونږ يې غواړو

80ويې ويل: كاشكې واقعي ما ته ستاسو په مقابله كې قوت حاصل وى یا مې ډېر مستحكم پناه ځاى (خپل قوي قوم) ته پناه وړى شوى

81(ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته (شا ته) نه ګوري، ستا له ښځې نه پرته، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟

82نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغه لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو

83ستا د رب په نیز په نښه كړى شوي وو، او د ظالمانو (د مكې له مشركانو) نه هغه (كاڼي یا ښارونه) ډېر لرې نه دي

84او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چا پېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم

85او اى زما قومه! تاسو پېمانه او تله په انصاف سره پوره وركوئ او خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، فساد كوونكي

86د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم

87هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر تحمل والا، ډېر پوه يې

88هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه یم په ښكاره دلیل باندې د خپل رب له جانبه او ما ته يې له خپله جانبه ډېر ښكلى رزق راكړى وي (نو زه يې ولې نافرماني وكړم) او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وكړم (او راشم) هغه كار ته چې تاسو له هغه نه منع كوم، زه يواځې اصلاح كول غواړم، څومره چې زما وس وي او زما توفیق يواځې دالله په مدد سره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هغه ته رجوع كوم

89او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې تاسو ته په مثل د هغه (عذاب) ورسېږي چې د نوح قوم یا د هود قوم یا د صالح قوم ته رسېدلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى

90او تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى

91دوى وویل: اى شعیبه! مونږ په ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى (چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به ته خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې

92هغه وویل: اى زما قومه! ایا زما خپلوان پر تاسو باندې له الله نه ډېر عزتناك (او مخور) دي او تاسو دا (الله) ګرځولى دى خپل وروسته، شا ته غورځول شوى، بېشكه زما رب په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه احاطه كوونكى دى

93او اى زما قومه! تاسو په خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم

94او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (، نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه او هغه كسان چې ظلم يې كړى و چغې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته

95ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې نه وو اوسېدلي، اګاه شئ (د الله له رحمت نه) لرې والى دى مدین ته لكه څنګه چې ثمودیان لرې (او هلاك) شول

96او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو (نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و

97فرعون او د هغه سردارانو ته، نو دغه (سرداران) د فرعون د حكم تابع شول، حال دا چې د فرعون حكم له سره درست نه و

98د قیامت په ورځ به د خپل قوم په مخكې شي، نو اور ته به يې داخل كړي او بد ځاى د ورتلو دى چې (دوى هغه ته) وروستلى شي

99اوپه دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ (هم)، بد دى هغه انعام چې (دوى ته) وركولى شي

100دا د كلیو له خبرونو ځنې دي چې دا مونږ تا ته بیانوو، ځینې په دوى كې ولاړ دي او (ځینې يې) رېبل شوي دي

101او مونږ په دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل

102او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي‰

103بېشكه په دغو (ذكر شوو قصو) كې خامخا (د عبرت) لویه نښه ده د هغه چا لپاره چې د اخرت له عذاب نه وېرېږي، دا داسې ورځ ده چې په دې كې به خلق جمع كولى شي او دا داسې ورځ ده چې حاضري به ورته وشي

104او مونږ دا (ورځ) نه وروسته كوو مګر د معلومې نېټې (د پوره كېدلو) لپاره

105په كومه ورځ چې (د هغه قیامت هیبت) راشي (نو) هېڅ نفس به د هغه (الله) له اجازت نه پرته خبرې نه كوي، نو ځینې به په دوى كې بدبخته وي او (ځینې به) نېك بخته وي

106نو هر چې هغه كسان دي چې بدبخته شوي دي، نو (د جهنم) په اور كې به د دوى لپاره په هغه كې (د خره په شان) سختې اوچتې رمباړې او ټیټې نرمې رمباړې وي

107په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زمهریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي

108او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا (وركړه) ده

109نو ته په هېڅ شك كې مه كېږه د هغو په باره كې چې دا خلق يې عبادت كوي، دوى عبادت نه كوي مګر لكه څنګه چې پخوا د دوى پلرونو عبادت كاوه او بېشكه مونږ هرومرو دوى ته د دوى برخه كامله، بې له نقصانه پوره وركوونكي یو

110او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي

111او بېشكه هره ډله (د مومنانو او كافرانو) كله چې وخت راشي (په قيامت كې، نو) خامخا لازماً به دوى ته د دوى رب د خپلو عملونو پوره پوره جزا (بدله) وركړي، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې دوى يې كوي ښه خبردار دى

112نو ته په استقامت (او ثابت) اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم كړى شوى دى او هغه څوك هم چې له تا سره يې توبه وېستلې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى

113او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايلېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي

114او ته لمونځ قايموه د ورځې په دوه طرفونو كې او د شپې په څه ګړیو كې، بېشكه نېكۍ بدۍ لرې كوي، دا د ذكر كوونكو (نصیحت قبلوونكو) لپاره نصیحت دى

115او ته صبر كوه، پس بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي

116نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې منع كولى يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغوى ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو

117او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي (مومنان) وي

118او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي

119مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي۔او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم

120او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو

121او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو په خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو

122او تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم انتظار كوونكي یو

123او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته بېرته ګرځولى شي (د بنده ګانو) كار ټول، نو ته د ده عبادت كوه او په ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath