101. القاريه
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1(د زړونو) ټكوونكى (قیامت)
2(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
3او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
4(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي
5او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي
6نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې
7نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي
8او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې
9نو د ده استوګنځى هاویه ده
10او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟
11(دغه) ډېر ګرم اور دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath