اسلام
شاته

100. العادیات

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي

2پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي

3پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي

4نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي

5پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي

6چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى

7او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى

8او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى

9ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟

10او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي

11بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath